دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 166657
جمهوررئیس غني غوره قاریان تقدیر کړل
د جمهوررئیس محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې هغه قاریان او د قران عظیم الشان حافظان تقدیر کړل چې د قرائت په سیالیو کې یې عالي مقامونه ګټلي وو.

په چهارچنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړشويو مراسمو کې د هېواد جمهوررئیس  د قران عظیم الشان په داخلي سیالیو کې د عالي مقام ګټونکو ته مبارکي وویله او هر یوه ته یې افتخاري تقدیر نامې ورکړې.

جمهوررئیس هغوی ته په خطاب کې وویل: تاسې د دین عزت یاست چې د قران عظیم الشان په قرائت زمونږ زړونه روښانوئ. هغه زیاته کړه، زما د پرېکړې پر بنسټ اوس د ارګ او جومات ترمنځ واټن نشته او د تېر برعکس په ارګ کې د دین د علمای کراموحضور د پام وړ دی.

جمهوررئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه، زمونږ د وجود فلسفه اسلام دی او ټول موضوعات په قران، نبوي سیرت، اساسي قانون او د دیني علماو په نظریاتو او فتواو کې شامل دي. هغه زیاته کړه، د مشروعیت، حکومتولي او خلکو بُعد د اسلام له مبین دین پرته نه شي ترسره کېدی.

جمهوررئیس زیاته کړه، په اسلام کې د عدالت فلسفه وجود لري چې دولت او ملت یې پر محور راټول شوي او اسلام د امانتداری او انصاف پر بنسټ ولاړ عادلانه نظام دی. هغه د سولې په اړه د هېواد د علماوود متفقه فتوا مننه او قدرداني وکړه.

جمهوررئیس غني وویل، د هېواد د دیني علماو وړاندیزونه یې اورېدلي او په نږدې راتلونکي کې به په حج او اوقافو وزارت کې ستر کارونه ترسره شي. هغه زیاته کړه، په ټول هېواد کې به د قران کریم یو میلیون نسخې ووېشل شي او د هېواد په هر ولایت کې د جامع جومات جوړولو په اړه د علمای کرامو وړاندیز ته په کتو به د داخلي عوایدو له لارې اقدام وشي.

جمهوررئیس د هېواد د ماشومانو د روزنې په خاطر د هېواد د قاریانو د چارو رئیس قاري برکت الله سلیم د هڅو او ارزښتناکو خدمتونو قدرداني وکړه او هغه یې د افغانستان د عزت او ویاړ لامل وباله.

په دغو مراسمو کې د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني د قاریانو او حافظانو د تقدیر او ملاتړ له امله د جمهوررئیس قدرداني وکړه. هغه وویل: په ارګ کې د دغه ډول پروګرامونو جوړول مخینه نه لرله.

د حج او اوقافو وزیر زیاته کړه، په ارګ کې د مهمو لکه د قران عظیم الشان د نزول او د میلادالنبي د نمانځلو، تشویقي پروګرامونه او له قاریانو، حافظانو او دیني علماو سره لیدنې او همداراز د علماو له مشورو څخه استفاده د جمهوررئیس له نوښتونو او کارنامو څخه دي چې په زرین خط به ولیکل شي.

هغه د اړوند وزارت د اقداماتو او ترسره شویو کارونو په اړه هم خبرې وکړې او حاجیانو ته د خدمتونو وړاندې کولو کې د بدلونونو، په ټول هېواد کې د جوماتونو د بیا جوړولو، د قوانینو او مقرریود تنظیم، د حاجیانو په لګښتونو کې د پام وړ کموالي، د حاجیانو د الوتنو د معیاري کولو، د لمانځه د کتابونود چاپ، د حاجیانو د مجتمع او قاریانو د روزنځای د جوړولو یادونه وکړه
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgn39quak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته