کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار-زابل لویه لاره کې چاودنې

17 سرطان 1397 ساعت 8:45

په زابل ولایت کې حکومتي چارواکي وایي د کندهار – زابل پر یوله لاره ماین چاودنې درې ملکي وګړي وژلي.



چارواکی زیاتوي، چې پیښه تېره شپه ناوخته د جلدک په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د زابل والي ویاند ګل اسلام سیال تائید کړه، چې د وسله والو طالبانو له خوا د ځای پر ځای شوی ماین چاودنې له امله درې ملکي وکړي وژل شوي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې به غزني ولایت کې پر له پسې چاودنې لسو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
د غزني ولایت د والي ویاند عارف نوري پرون وویل چې چاودنې د ګېلان ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاته کړه، چې د چاودنې په ترڅ کې درې ماشومان وژل شوي او لږ تر لږه ۷ نور ټپیان دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
 


د مطلب کود: 166704

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166704/کندهار-زابل-لویه-لاره-کې-چاودنې

آوا
  https://www.avapress.com