دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۲
د مطلب کود : 166706
غور ولایت کې چهار سدې ولسوالی ولسوال وژل شوي
په غور ولایت کې چارواکي وایي د غور ولایت د چهار سدې ولسوالی ولسوال میرزا محمد ابراهیم د چاودنې په ترڅ کې وژل شوی.

د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي وایي د چهار سدې ولسوالی ولسوال د سړک په غاړې د ځای پر ځای شوی ماین د چاودنې له امله وژل شوی دی.
نوموړی په دې اړه نور جزئایت ورنه کړل او تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په زابل ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي وو.
په غزني ولایت کې هم پر له پسې چاودنې لسو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
د غزني ولایت د والي ویاند عارف نوري پرون وویل چې چاودنې د ګېلان ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاته کړه، چې د چاودنې په ترڅ کې درې ماشومان وژل شوي او لږ تر لږه ۷ نور ټپیان دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
 
https://avapress.com/vdcbg0b80rhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته