د ازادي راډیو خبریال د سرچینو په حواله وايي،په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو د شنبې په سهار له چمتال ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو د ایستلو لپاره پوځي عملیات پېل کړل.
د چمتال په عملیاتو کې د تلفاتو دقیق شمېر نهدی څرګند شوی.
د رپوټونو په حواله، وسلهوالو طالبانو د جمعې په شپه د چمتال ولسوالۍ په څو مهمو سیمو کې امنیتي پوستې ونیولې.
په بلخ کې افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په چمتال کې وضعیت ته په اشاره پرون «شنبه-د جولای ۷مه» ازادي راډیو ته وویل چې د ولسي خلکو ژوند تر هر بل وخت له زیات خطر سره مخامخ دی.