د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، طالب منګل، د خوست ولایت والی وویل: د یو کورنۍ پنځه تنه غړۍ د دولت خاصو ځواکونو په عملیات کې د خوست ولایت باک ولسوالی کې وژل شوی دی.
هغه زیاته کړه: افغان خاص ځواکونه شنبه شپه (سرطان ۱۶) د پهلوان خیل په سیمه کې د غیری نظامیانو پر کورونو باندی برید کړی چی په ترڅ کې یی ځینی غیری نظامیان وژل شوی دی.
منګل زیاته کړه: یو هیئت د والی له لوری سیمی ته اعزام شوی او دا موضوع څیړی.
له بل لوری په خوست کې سیمه ایز چارواکې ویلی چی ناپيژانده کسانو په یو ښوونځی کې د یو زده کوونکې ژبه پری کړی دی.
عبدالبضیر بینا، د خوست ولایت پولیسو قومانده وویل: دا پیښه د خوست ګلزار اکای شهر په سیمه کې رامنځته شوی دی.
نظام الدین ۱۳ کلن دی او هغه وخت د ناپیژانده کسانو تر برید لاندی راغلل چی مطالعه باندی بوخت وو.