کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دوستم دفتر رییس: د معترضانو په وړاندی اسلحی ځواب به په اسلحی سره ورکول کیږی

18 سرطان 1397 ساعت 14:40

عنایت الله بابر فرهمند؛ د جنرال دوستم دفتر رییس وایی ترڅو چی حکومت د معترضانو غوښتنو ته ځواب ورنه کړی، لاریونونه به ادامه ولری او که حکومت اسلحی ته لاس واچوی، مشابه ځواب به ترلاسه کړی.



د آوا په ګزارش سره، دا په داسی حال کې دی چی د ملی اسلامی غورځنګ هوادارانو لاریون د قیصاری آزادیدو لپاره خپل شپږم ورځ ته داخل شوی دی.
د ملی اسلامی غورځنګ ګوند په سلهاوو تنه پیروان د جنرال دوستم په مشری، د نظام الدین قیصاری؛ فاریاب قیصار ولسوالی پولیسو قوماندی د آزادیدو لپاره شپږ ورځو لپاره د فاریاب او جوزجان او بغلان په ولایتونو کې لاریونونه وکړل.
عنایت الله بابر فرهمند؛ د جنرال دوستم دفتر مشر وایی چی حکومت د خلګو غوښتنې بی ځوابه پریښی دی.
هغه وویل چی تراوسه مو د حکومت څخه کوم ځواب نه دی ترلاسه کړي او دا ددی لامل کیږی چی خلګ خپل لاریونونه نور هم جدی او سخت کړی، که دا ځل هم حکومت د خلګو په وړاندی اسلحی څخه ګټه واخیسته او ډزی وکړی نو متقابل عمل انتظار دی ولری.
حکومت تراوسه په دی اړه کوم غبرګون نه دی ښودلي.
 


د مطلب کود: 166802

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166802/د-دوستم-دفتر-رییس-معترضانو-په-وړاندی-اسلحی-ځواب-سره-ورکول-کیږی

آوا
  https://www.avapress.com