دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 166804
ننګرهار کې چاودنې له امله طالبانو یو ډلمشر او ۱۱ تنه ملکی وګړو ته مرګژوبله اوښتي
په ننګرهار ولایت چارواکي وایي د خوږیاڼو ولسوالۍ د نکړخیلو سیمې په مربوطاتو کې نن سهار شاوخوا نهه بجې د یوې هټۍ مخې ته د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله د جنګي طالبانو د ظابت خان په نوم یو سرګروپ چې مشهور په زرقاوي وو، وژل شوی دی .

د ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي چې همدا راز په دې پېښه کې د هېواد په نوم یو ملکي وګړی هم په شهادت رسیدلی دی .
بلخوا د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې په یو میله ځای کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله ۹ تنه ټپیان شوي، چې د پېښې ټول ټپیان روغتیایي مرکزونو ته لیږل شوي دي.
د ننګرهار ولایت مقام په وینا، یاده پېښه چې نن سهار شاوخوا لس بجې رامنځته شوه،په ټپیانو کې یې دوه ماشومان شامل دي او د یو تن ټپي روغتیایي حالات هم نازک ښودل شوی دی .
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcawin6y49nia1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته