کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې چاودنې له امله طالبانو یو ډلمشر او ۱۱ تنه ملکی وګړو ته مرګژوبله اوښتي

18 سرطان 1397 ساعت 14:53

په ننګرهار ولایت چارواکي وایي د خوږیاڼو ولسوالۍ د نکړخیلو سیمې په مربوطاتو کې نن سهار شاوخوا نهه بجې د یوې هټۍ مخې ته د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله د جنګي طالبانو د ظابت خان په نوم یو سرګروپ چې مشهور په زرقاوي وو، وژل شوی دی .



د ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي چې همدا راز په دې پېښه کې د هېواد په نوم یو ملکي وګړی هم په شهادت رسیدلی دی .
بلخوا د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې په یو میله ځای کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله ۹ تنه ټپیان شوي، چې د پېښې ټول ټپیان روغتیایي مرکزونو ته لیږل شوي دي.
د ننګرهار ولایت مقام په وینا، یاده پېښه چې نن سهار شاوخوا لس بجې رامنځته شوه،په ټپیانو کې یې دوه ماشومان شامل دي او د یو تن ټپي روغتیایي حالات هم نازک ښودل شوی دی .
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 166804

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166804/ننګرهار-کې-چاودنې-له-امله-طالبانو-یو-ډلمشر-او-۱۱-تنه-ملکی-وګړو-ته-مرګژوبله-اوښتي

آوا
  https://www.avapress.com