دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۷
د مطلب کود : 166806
عطامحمد نور: که ټاکنې له امله هیواد وضعیت خراب شی نو ورته موقت حکومت پیشنهادی طرحه لرو
د افغانستان د ژغورنې ائتلاف غړی او د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور وایي که ټاکنې له امله د هېواد وضعیت کړکېچن شي نو د لنډمهالي حکومت پېشنهادي طرحه ورته لري.

نوموړی پرون په مزار شریف ښار کې په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال په راتلونکو ټاکنو کې د درغليو د احتمال په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس په راتلونکو ټاکنو کې د درغلیو ناوړو عواقبو په اړه خبرداری ورکړ او وې ویل ”که انتخابات خلکو ته د منلو نه وي، حتماً بحران راځي“.
هغه زیاته کړه، چې په دغه صورت کې به ”موږ د لنډمهالي حکومت وړاندیز کوو. دا لنډمهالی حکومت دوه یا درې کاله دوام کولی شي او  ټولې لاسته راوړنې به پر خپل ځاى پاتې وي. “
بلخوا د ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق پر حکومت تور پورې کړ چې د قدرت د انحصار په لټه کې دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو د ترسره کولو لپاره هلې ځلې دوام لري او ټاکل شوې چې ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸ مه نیټه ترسره شي.
 
https://avapress.com/vdccxeqse2bqe48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته