دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 166809
طاهری: افغان پلاوی سعودی افغانی سولې ناستی ته یو روښانه پیغام سره ځی
ټاکل شوې چې سبا سې شنبه د اسلامي نړۍ د علماوو کنفرانس د سعودي عربستان په جدې ښار کې ترسره شي.

په‎دې وروستیو کې د افغان حکومت له لوري د جګړې د پایته رسېدو او د سولې د خبرو د پیل لپاره تر بل هر وخت هیلې زیاتې شوي دي، اوس د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د اسلامي نړۍ د عالمانو غونډه به د دې بهیر له پیل سره زیاته مرسته وکړي.
د دغې شورا ویاند احسان طاهري د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغان پلاوی دغه ناستې ته له یوه روښانه پيغام سره ورځي چې د افغانانو د سولې غږ او د افغانستان فتوا ده او په خبره یې دوی له دې ناستې وسله‎والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره هم هیلې لري.

ښاغلي طاهري زیاته کړه:
"دا لومړی ځل دی چې د نړۍ په کچه د اسلامي نړۍ عالمان د افغانستان د سولې په اړه راغونډېږي چې دا زموږ او د افغانستان د سولې لپاره یوه لویه لاسته راوړنه او لوی ملاتړ دی، افغان پلاوی دې ناستې ته د افغانانو د سولې غږ لېږدوي، په‎دې ناسته به له شکه پرته د افغان سولې په اړه اسلامي بحث وشي، دا د افغانستان د راتلونکي، د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره ډېره مهمه ده."
د اسلامي نړۍ د عالمانو دغه غونډه چې په افغانستان کې روانه جګړه يې د بحث مهم ټکی دی او سبا د سې شنبې په ورځ د سعودي عربستان په جدې او مکه مکرمه ښار کې پیلېږي دوه ورځې دوام کوي.
د افغانستان د یو پلاوي په ګډون په‎دې ناسته کې د اسلامي نړۍ ۱۲۰ عالمان برخه لري.
د سولې عالي شورا وايي، هیله لري چې په‎دې ناسته کې د وسله‎والو طالبانو استازي هم برخه واخلي.
خو وسله‎والو طالبانو په‎دغې غونډه کې خپل ګډون رد کړی او له افغان عالمانو يې هم غوښتنه کړې چې په‎دې غونډه کې دې برخه نه اخلي.
په سعودي عربستان کې د افغانستان د جګړې په اړه د اسلامي نړۍ د عالمانو دغه ناسته په‎داسې مهال ترسره کېږي چې له دې وړاندې په کابل اندونیزیا او ازبکستان کې هم د افغانستان د ستونزې په اړه لويې غونډې ترسره شوي دي.
https://avapress.com/vdcfxvdy1w6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته