دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۱
د مطلب کود : 166843
اسلامي نړۍ په افغانستان کې د جګړې پر "مشروعیت" غور کوي
د اسلامي هېوادونو سازمان د نړۍ د ۳۳ اسلامي هېوادونو ۱۲۰ دیني عالمان او مفتیان سعودي ته وربللي چې افغانستان کې د سولې په راوستلو بحث او غور وکړي.
سعودي عربستان د "نړیوالو علماوو کنفرانس" کوربه دی، چي د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو ( جولاۍ ۱۰-۱۱) په جده او حرم کې به کیږي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي وایي چې غونډې ته د سعودي، مصر، پاکستان، ترکیه، اردن، هند او نورو اسلامي هېوادونو مفتیان او دیني عالمان وربلل شوي دي. په پاکستاني پلاوي کې مولانا تقی عثماني او مولانا محمود خان شیراني هم شته.
د سولې د عالي شورا یو غړي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل "هیله مند یو چې د اسلامي نړۍ عالمان او مفتیان په افغانستان کې د طالبانو د روان جنګ د مشروعیت او نه مشروعیت او افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو په اړه بحثونه وکړي. په اصل کې دا غونډه د طالبانو د جنګ مشروعیت ننګوي".
نهه دېرش افغان دیني عالمان هم په دغه کنفرانس کې برخه اخلي. دوی د کابل د شاوخوا ۳۰۰۰ دیني عالمانو هغه فتوا هم د غونډې ګډونوالو ته سپاري چې "په افغانستان کې یې روانه جګړه او ځانمرګي بریدونه نامشروع ګڼلي او له طالبانو یې غوښتي چې سوله وکړي".
په کنفرانس کې د ۳۳ اسلامي هېوادونو ۱۲۰ دیني عالمان او مفتیان برخه اخلي
په کنفرانس کې د ۳۳ اسلامي هېوادونو ۱۲۰ دیني عالمان او مفتیان برخه اخلي
د سولي د عالي شورا دغه غړي وویل "نیم ساعته مستند فلم هم برابر شوی چې د اسلامي نړۍ عالمانو ته په کې د افغانستان روان وضعیت ښودل کیږي او دا چې څنګه په اسلامي قانون ولاړ یو هېواد کې مسلمان وژنه روانه ده، دا باید بنده" شي.
طالبانو ته هم په دغې غونډې کې د ګډون بلنه ورکړل شوې خو تر دې دمه هغوی دغه کنفرانس ته خپل استازي پېژندلي نه دي. تر دې مخکې په اندونیزیا کې هم په افغانستان کې د روان جنګ د ختمولو او سولې په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ شوی و چې طالبانو په کې برخه نه وه اخیستې.
طالبانو په تېر وخت کې دا ډول غونډې غندلي او هغه یې د پردیو دسیسه بللې ده. دا لومړی ځل دی چې د اسلامي هېوادونو کنفرانس په افغانستان کې د جنګ د ختمولو او سولې د راوستلو په اړه په سعودي کې داسې یوه غونډه کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdo90fsyt09j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته