دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۳۸
د مطلب کود : 166885
د کورنیو چارو وزارت، مالیې وزارت او سیستیکا تر منځ دری اړخیزه مالي هوکړه لیک لاسلیک شو
د نړیوالې ټولنې لخوا له کورنیو چارو وزارت سره د مرسته کېدونکو پیسو د اغیزمن لګښټ، د اړوند ادارو لخوا د حساب ورکولو روڼ میکنیزم رامنځته کولو او د چارو په وړاندې د اړوند ادارو او چارواکو د مسؤلیت منلو په موخه نن په کورنیو چارو وزارت کې د کورنیو چارو وزیر ښاغلي ویس احمد برمک او د سیستیکا ادارې مشرې آغلې جنرال فونټیس ترمنځ مالي هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیک پر بنست د کورنیو چارو وزارت مسؤلیت لري تر څو په تدارکاتی چارو، د پروژو د پلي کېدو چارو، بشري منابعو او ځینې نورو برخو کې د نړیوالې ټولنې په تېره بیا د سیستیکا لخوا د مرستو د اغېزمن، پرځای او پر وخت لګښت کې مرسته ورکوونکي لوري او افغان دولت ته حساب ورکړي.
د دې هوکړه لیک په پلي کېدو سره به د کورنیو چارو وزارت په کچه په ټولو هغو چارو او پروژه کې روڼتیا، چټکتیا او غوره والی رامنځته شي چې د نړیوالې ټولنې لخوا یې مالي ملاتړ کېږي.
د یاد هوکړه لیک د لاسلیک کېدو پر مهال د کورنیو چارو وزیر وویل: "که څه هم لدې وړاندې دېته ورته ګڼ هوکړه لیکونه په کورنیو چارو وزارت کې لاسلیک شوي اما دا ځل به دا هوکړه لیک هرومرو پلی کېږي او د کورنیو چارو وزارت ټولې اړوند ادارې مکلفیت لري چې پدې اړه د خپلو کړنو راپور د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال دفتر ته تسلیم کړي."
ښاغلي برمک همدا راز وویل چې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ معینیت به د دې هوکړه لیک د پلي کېدو څخه څارنه او ارزونه کوي. د کورنیو چارو وزیر همدا راز زیاته کړه چې لدې وروسته به د کورنیو چارو وزارت د ټولو هغو منسوبینو په سوانحو (کارتوتیک) که د دوی فساد او هغو لاملونو تذکر کوي چې له قانون سره مغایرت لري او د دوی د دندو د ځنډیدو یا انفکاک سبب ګرځيدلي.
 ورپسې په افغانستان کې د سیستیکا ادارې مشرې آغلې جنرال فونټیس زیاته کړه چې یاد هوکړه لیک یې د کورنیو چارو وزارت په اډانه کې د روڼتیا رامنځته کولو، حساب ورکولو او فساد له منځه وړلو لپاره چمتو کړی چې په پلي کېدو سره به یې په چارو کې اغیزمنتیا رامنځته شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjomeviuqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته