کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پېښور کې ځانمرګي برید شاوخوا ۵۰ کسانو مرګ ژوبله اړولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 سرطان 1397 ساعت 9:09

پاکستاني چارواکي وایي په پېښور کې د ځانمرګي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپيان دي.


چارواکي زیاتوي، چې پېښه تېره ورځ ناوخته د پېښور په یکتوت کې سیمه کې رامنځته شوې ده او په ترڅ کې د عوامي ملي ګوند یوه جګپوړي غړی هارون بیلور هم وژل شوی.
د پېښور پولیس مشر قاضي جمیل وویل چې پېښه د ټاکنو په تړاو په جوړه شوی غونډه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی د چاودنې نوعیت په اړه څه نه دي ویلي خو عیني شاهدان وایي پېښه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده.
د پېښور پولیس یوه بل جګپوړي چارواکی شفقت ملیک تائید کړه چې پېښه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوی او د برید هدف هارون بیلور و.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۳ میلادي کال هم د ورته په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي و او د برید مسئولیت د پاکستان تحریک طالبان په غاړه اخیستی و


د مطلب کود: 166910

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166910/پېښور-کې-ځانمرګي-برید-شاوخوا-۵۰-کسانو-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com