دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 166944
بغلان کې سالنګ لویه لار اعتراض کوونکو تړلي ده
نن چهارشنبه سهار د کابل-مزار شریف ترمنځ غځیدلې لار ددغی لاری بیا رغونې ته افغان حکومت نه توګه په اعتراض تړل شوي دی.

اعتراض کوونکو د خنجان په ولسوالۍ کې د سالنګ او پلخمري ترمنځ د لارې په اوږدو کې خیمې وهلي او د لارې پر سر یې کانټینر ایښې دی، چې له امله د سړک دواړو غاړو ته په سلګونو مسافر بند پاتې دي.
د بغلان ولایت ویاند محمود حقمل په دی اړه وایی چې د خنجان ولسوالۍ اوسیدونکو په دې خاطر لار تړلې چې مرکزي حکومت باید ددغې لارې جوړولو ته پاملرنه وکړي.
هغه وویل چې ددغو خلکو غوښتنې مدني دي او هیڅ ډول سیاسي رنګ نه لري، ځکه اعتراض کوونکو په خپله هغه خیمه کې چې د سرک تر څنګ یې درولې د جمهور ریس محمد داشرف غني عکسونه هم لګولي دي.
هغه زیاته کړه چې مظاهره کوونکي د ولسمشر له اقتصادي پلانونو د ملاتړ غږ کوي، خو زیاتوي چې د دغې لارې د جوړولو لپاره یې اقدام په دې ضروري دی چې د افغانستان مرکزي ولایتونه له شمالي ۹ ولایتونو سره نښلوي.
د سیمې یو تن اوسیدونکي عبدالعلي وايي چې د خنجان له بازار ها خوا د سالنګ پر لور دغه لار داسې کنډوکپر شوې چې فکر نه کیږي یو وخت قیرشوې وه.
هغه تور لګوي چې تیر ځل ددغې لارې د جوړولو له بودیجې پیسې خوړل شوي او کار یې بې کیفیته و، ځکه په درې کاله کې مکمله لار دوباره خامه شوه.
د سالنګ لویه لار چې د جګړو پر وخت په کې ۱۴ پلونه په بمونو الوځول شوي وو، او سرک یې کنډو کپر شوې و د پخواني جمهور ریس حامد کرزي د واکمنۍ پر وخت جوړ شوی، خو اوس بیرته د دغې لارې ډیرې برخې خامه شوي دي.
د سیمې اوسیدونکي هم وايي چې ددوي غوښتنې هیڅ سیاسي رنګ نه لري، بلکه د موټرو د زیاتوالي له امله دوي په خپلو کورونو کې د سرک له دوړو په عذاب دي.
د سالنګ د لویې لارې په اووږدو کې د سرک تر غاړې د غره په لمن کې په لسګونو کلي او بازارونه اباد شوي دي.
د سالنګ لویه لار د افغانستان ۹ شمالي ولایتونه له مرکز سره نښلوي او د منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ یوازینۍ لار ده.
https://avapress.com/vdcfjvdyjw6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته