دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۲۷
د مطلب کود : 166959
په بلخ کې د څلورو سړوخونو جوړولو هوکړه لیک لاسلیک او کابل کې پر ۱۶۴ بڼوالو معیاري توکي ووېشل شوې
دغه هوکړه لیک د کرنې وزارت او د افغانستان دبڼوالۍ ملي پراختیا موسسې «ANHDO» ترمنځ د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې لاسلیک شو.

د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ مخکښو بڼوالو لپاره د انارو د څلورو صفري انرژۍ سړوخونو جوړولو هوکړه لیک د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمدراني له خوا له یوې همکارې موسسې سره لاسلیک شو او همدارنګه د کابل ولایت د چهارآسیاب، خاک جبار او پغمان ولسوالیو پر مخکښو بڼوالو د مېوو ټولولو معیاري توکي ووېشل شوې.
دغه هوکړه لیک د کرنې وزارت او د افغانستان دبڼوالۍ ملي پراختیا موسسې «ANHDO» ترمنځ د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې لاسلیک شو.
همداراز په دې برنامه کې د کابل ولایت د ۳ ولسوالیو پر مخکښو بزګرانو د مېوو د ټولولو معیاري توکي هم ووېشل شوې.
د کرنې وزارت او د افغانستان د بڼوالۍ ملي پراختیا موسسې ترمنځ د دې هوکړه لیک پر بنسټ په پام کې ده، چې د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ د مخکښو بڼوالو د انارو محصولاتو د ساتنې په پار څلور سړې خونې جوړې شي.
ددې هوکړه لیک په لاسلیک غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني وویل: «دغه سړې خونې د بلخ ولایت د یادې ولسوالۍ مخکښو بڼوالو لپاره د پنځه میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړیږي.»
ښاغلي دراني زیاته کړه: « همداراز نن، د کابل ولایت د پغمان، خاک جبار او چهار آسیاب ولسوالیو پر ۱۶۴ مخکښو بڼوالو د مېوو د حاصلاتو د ټولولو په پار توکي هم وېشل کیږي».
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbs0b89rhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته