دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۵۶
د مطلب کود : 166966
کعبې شریفې امام افغانستان کې جګړه یو فتنه بللی
د کعبې شریفې (مسجد الحرام) امام د تیرې ورځې غونډې به ترڅ کې د افغانستان روانه جګړه فتنه وبلله.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې د جګړې د فتنه بللو په اړه د کعبې شریفې (مسجد الحرام) اما د څرګندونو هرکلی وکړ.
ولسمشر محمد اشرف غني په یوه بیان کې ویلي چې د افغان ولس په استازیتوب په افغانستان کې د جګړې د فتنه بللو په اړه د دیني عالمانو د پرېکړې هرکلی کوي.
د کعبې شریفې (مسجد الحرام) امام د تیرې ورځې غونډې به ترڅ کې د افغانستان روانه جګړه فتنه وبلله.
هغه په ټینګار وویل  امن او ایمان له یو بل سره تړلي دي او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې روانه جګړه باید ژر تر ژره ودرول شي.
 د کعبې شریفې امام زیاته کړه، چې د افغانستان وضعیت نور د زغمولو نه دی.
بلخوا د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرم خپلواک وایي ”د افغانستان د سولې او امنیت په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو نړېوال کنفرانس د سولې په پروسه کې یو بې سابقې لاسته راوړنه ده. د دغه کنفرانس له پرېکړو بشپړ ملاتړ کوو او هیله من یو چې د سولې لپاره به مرستندوی ثابت شي. “
هغه زیاته کړه ”د افغانستان د سولې له پروسې څخه د حرمینو د امامانو، سعودي عربستان، د اسلامي همکاریو سازمان او د اسلامي امت د عالمانو د ملاتړ ستاینه کوو. هیله من یو چې دغه کنفرانس د مخامخ بین الافغاني مذاکراتو په پیل منتج شي. “
د ښاغلی خپلواک په وینا، د اسلامي امت علماوو واضح دریځ چې د افغانستان جګړه یې نامشروع وګڼله، به د جګړې په مخنیوي او د سولې په پروسې مثبتې اغېزې ولري.
 
https://avapress.com/vdcjmmevmuqemhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته