دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۰۰
د مطلب کود : 166970
کونړ کې عالمان د ولسمشر غنی اقدام څخه د زورواکو د نیولو لپاره ملاتړ وکړ
په کونړ کې دیني عالمانو نن چهارشنبه د یوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشر غني له‌خوا د زورواکو د زور کمولو او د هغوی د نیولو اقدام وستایه او ملاتړ يې وکړ.

د کونړ د دیني عالمانو شورا غړي مولوي نجیب‌الله حقیار د غونډې برخه‌والو ته وویل چې له ولسمشره‌يې څو څو ځله غوښتي چې باید په دولت کې د دننه زورواکو او قانون ماتوونکو خلاف دې اقدامات وکړي او نن‌يې چې څو تنه زورواکي او د ځمکو غاصبین نیولي، دوی او د کونړ ولسونه‌يې ملاتړ کوي.
دیني عالمان وايي، د دولت له وسله‌والو مخالفینو په دولت کې دننه زورواکي د حکومت لپاره ډېر خطرناک دي او که چېرته د دغو کسانو زور اوبه شي، نو په هېواد کې امنیت ټینګېدای شي او د پرمختګ لپاره ښې زمینې برابرېدای شي.
دوی وایي، دوی ته ټول زورواکي او قانون ماتوونکي یو شان دي او باید چې یو ډول پرې قانون پلی شي.
https://avapress.com/vdcefp8z7jh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته