دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 166986
د سعودي عربستان اسلامي کنفرانس په اړه د وسله والو طالبانو عکس العمل
په افغانستان کې وسله والو طالبانو د سعودي عربستان په کوربه د نړی د دیني عالمانو د کنفرانس په اړه غبرګون وښود.
طالبانو په یوه بیان کې ویلي، چې د کنفرانس په ترڅ کې ”هڅه وشوه چې له افغانستان څخه دوهم فلسطین جوړ شي، د مبارزینو لاسونه يې وتړل شي او د اشغالګرانو په ظلم او جنایاتو چشم پوشي وشي. “
طالبان ادعا کوي، چې دغه کنفرانس به د یاد ډلې فعالیتونو ته کون زیان ونه رسېږي.
خبرپاڼه زیاتوي ”د سعودي عربستان له حکومت نه مو هیله داده چي د افغانستان د اشغال په پای ته رسولو کي مرسته وکړي او په دې لاره کې مثبت رول اداکړي، د داډول غونډو لپاره موقع ورکول به یې حیثیت ته صدمه ورسوي. “
دا په داسې حال کې ده چې د نړی دیني عالمانو تېره ورځ د افغانستان په اړه د جوړه شوې کنفرانس په پایله کې په یوه اعلامیه کې وویل ”د قران کريم او نبوي احاديثو پر بنسټ اسلام د امن او رحمت دين دی ، او مومنان په خپلو منځو کې په مينه او محبت مامور دي، د، مسلمانانو وينه تويدنه، مال اوناموس ته نږدې کيدل حرام دي ، موږ تاکيد کوو ، چې انتحاري بريدونه چې په پآيله کې يي بې ګناه خلک په نښه کيږي ، همدا رنګه د مسلمانانو ترمنځ خپلمنځي جګړې الله جل جلاله او د الله رسول صلی الله علیه وسلم په قطعي ثبوتونو او دلایلو سره حرامې ګرځولي دي. “
په اعلامیه کې راغي چې ”د افغانستان دولت یو اسلامي دولت دی، خلک يې مسلمانان دي،وژل یې ناروادي د سولې اوامنيت تږي دي. د مسلمان وينه تويول حرام دي او هغه څه چې افغانستان کې روان دي او هرهورځ بيګناه انسانان پکې وژل کيږي د اسلام د اصولو او اساساتو سره په مخالفت کې دي همدارنګه دغه کړنې د اسلامي ټولنې د يووالي او خونديتوب خلاف عمل دي. موږ په دې برخه کې له هيوادونو ، سازمانونو او فکري مسلمان قشر  څخه غوښتنه کوو چې په افغانستان کې د امن او سولې په برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي ، خپل ټول امکاناتو او نفوذ په کار واچوي څو دغه سپيڅلي هدف ته ورسيږو او د هللا جل جالله او د هللا د رسول صلی الله علیه وسلم دارادې سره سم په اسلمي هيوادونو کې باعزته ژوند ته لاره هواره کړو. “
 د نړی دیني عالمانو پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې دافغانستان اسلامي حکومت دغه وړانديز ته مثبت ځواب ووايي او هيله څرګنده کړه چې نورله تاوتريخوالي لاس واخلي او جګړه ودروي او د خبرواترو ميز ته حاضر شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbw0b80rhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته