کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ د نښتې پر مهال تر ۶۰ زیات کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 سرطان 1397 ساعت 11:48

د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالی کې د وسله والو طالبانو او داعشیانو ترمنځ د نښتې پر مهال تر ۶۰ زیات کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قور اردو وایي د داعشیانو پر مواضعو د وسله والو طالبانو د بریدونو په ترڅ کې ۱۶ داعشیان او ۱۰ طالب وسله وال وژل شوي.
سرچینه زیاتوي، چې د نښتې په ترڅ کې ۱۴ داعش وسله وال ټپيان هم شوي او ۹ نور د وسله والو طالبانو له خوا نیول شوي.
شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي چې د نښتې په ترڅ کې د طالبانو یوه قوماندان هم وژل شوی، ۱۱ طالب وسله وال ټپیان دي او ۲ نور د داعشیانو له خوا نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دواړو غاړو ترمنځ نښتې لا هم دوام لري.
د وسله والو طالبانو او داعشیانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جوزجان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د جوزجان ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.


د مطلب کود: 166994

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166994/په-جوزجان-کې-د-طالبانو-او-داعشیانو-ترمنځ-نښتې-پر-مهال-تر-۶۰-زیات-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com