وسلوالو طالبانو تېره شپه د ښار د څنډې ګنهکان په اړوند سیمه کې پر یو ستر امنیتي مرکز ډله ییز برید کړی او دغه مرکز یې نیولی دی.
طالبانو په فراه کې ۸ امنیتي ځواکونه وژلي او ۷ ټپیان یې وړي دي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 سرطان 1397 ساعت 17:05
وسلوالو طالبانو تېره شپه د ښار د څنډې ګنهکان په اړوند سیمه کې پر یو ستر امنیتي مرکز ډله ییز برید کړی او دغه مرکز یې نیولی دی.
د فراه ولایت د ولایتي شورا غړی خیر محمد نورزایي ویلي، چې په یاده پېښه کې د افغان ځواکونو ۱۸ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې وسلوالو طالبانو ټپیان د اسیرانو په توګه له ځان سره له اړوند سیمې لیږدولي دي.
د ولایتي شورا دغه غړی زیاتوي: وسلوالو مخالفانو د دغه پوځي مرکز ټول مهمات او تجهیزات له ځان سره وړي دي.
وسلوالو طالبانو ویلي، چې د هاموی درې تانکونه سوځیدلي او درې نور یې له ځان سره وړي دي.
امنیتي سرچینو تر دې دمه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې وسلوالو طالبانو تېر ماښام د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سیمه کې د ښاروالۍ یو کارکوونکی له موتره کښته کړ او ډزې یې پرې وکړې.
د مطلب کود: 167028