دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۳۰
د مطلب کود : 167036
غزنی کې د طالبانو پر یو غونډه باندی هوایی برید
غزني ولایت ته د طالبانو د کوټې شورا لوړپوړي پلاوي د سفر په ترڅ کې افغان هوایي ځواکونو هوایي بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۴ وسله وال وژل شوي.

د افغانستان دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د غزني ولایت د ناوې ولسوالی په لنګا کلي کې د طالبانو پلاوي پر یوه غونډه هوایي برید لږ تر لږه ۲۴ وسله وال وژلي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۷ وسله وال ټپیان هم شوي دي.
د دفاع وزارت په وینا، په دغه غونډه کې د طالبانو پخواني دفاع وزیر ملا امیر خان متقي، ملا خلیفه، د کوټې شورا غړی ملا شاه محمد، د غزني ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والی ملا یوسف ګډون او پکتیا ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والی ملا سید الماس کړی و.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د برید په ترڅ کې کې د طالبانو پخواني دفاع وزیر ملا امیر خان متقي، ملا خلیفه، د کوټې شورا غړی ملا شاه محمد، د غزني ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والی ملا یوسف ټپي شوي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcipyazqt1aqu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته