دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۰۰
د مطلب کود : 167038
جان بس: افغانستان سوداگریزو پراختیا لپاره خپل مرستو ته دوام ورکوو
په کابل کې امریکا سفیر وایی چی د افغانستان سوداګریز اړیکې د خلګو پر ژوند مثبت اغیزه کړي او په دی برخه کې افغانستان سره مرستو دوام ورکوو.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان مېوې او لاسي صنایع په نړۍ کې ښه شهرت لري.

جان بس چې د پنجشنبې په ورځ یې په کابل کې د افغانستان او هند ترمنځ د پانګونې او سوداګرۍ د ګډ نندارتون لپاره د چمتوالي په یوې غونډه کې خبرې کولې وویل چې امریکا به د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره له دغه هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"افغانستان ډېر داسې څه لري چې د نیک نامۍ لامل یې کېږي او افغان سوداګر او پانګوال کولای شي د افغانستان واقعي انځور نړۍ ته وړاندې کړي او موږ ډېره هیله لرو چې په راتلونکو کلونو کې په دې برخه کې ډېر څه وشي او تمه لرو چې د سوداګریز نندارتون لپاره دوهمه ناسته ډېره بریالۍ وي."
د افغانستان – هند د سوداګرۍ او پانګونې نندارتون د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې په مالي مرسته د سپټمبر په دولسمه د هند په ممبۍ ښار کې جوړېږي.
دغه نندارتون د افغانستان د سوداګریزو توکو د بازاز موندنې لپاره ډېر مهم ګڼل کېږي.
افغانستان او هند چې پخوانۍ سوداګریزې اړیکې لري په دې وروستیو کې دغه اړیکې نورې هم پراخې شوې دي.
په کابل کې د هند سفارت استازي یادې غونډې ته په خبرو کې وویل چې د افغانستان او هند ترمنځ د هوايي دهېلزونو رامنځته کېدو د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې لا پیاوړي کړي دي.

له دې ټولو سره ـ سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي چارو مرستیالې عادلې راز یادې غونډې ته په خبرو کې وویل چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د خصوصي سکټور پیاوړي کول ډېر مهم دي.
نوموړې زیاته کړه:
"حکومت ژمن دی چې افغانستان پرخپلو پښو ودرېږي خو موږ باور لرو چې له خصوصي سکټور پرته موږ پر خپلو پښو نه شو درېدلی."
په ورته وخت کې په یادې غونډه کې یو شمېر ناستو افغان پانګوالو وویل چې حکومت باید د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره لازمې چارې برابري او اجازه ورنه کړي چې په کور د دننه د ځینو ستونزو دوام د دوی فعالیتونه ټکني کړي.
 
https://avapress.com/vdcae0n6a49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته