دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 167048
په غزنی کې طالبانو کلیدی قوماندان ووژل شو
په غزنی کې چارواکې وایی چی د طالبانو یو مشهور قوماندان د نوید احمد حقانی په نامه وژل شوی دی.

د غزنی ولایت امنیه قوماندانی اعلامیه په اساس، نوید احمد حقانی تیره شپه د افغان ځواکونو سره د نښتو په ترڅ کې ددی ولایت قلعه قاضی په سیمه کې ووژل شو.
ددی اعلامیه په اساس، نوید احمد حقانی د غزنی پر ښار باندی هم بریدونه ترسره کړی وو، افغان ځواکونه او دولتی کارکوونکې تر برید لاندی راوسته.
په اعلامیه کې هیله مندی ورکړل شوی چی ددی قوماندان په وژل کیدو سره به دغزنی ولایت امنیت وضعیت ښه شی.
طالبان تر اوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdcbazb8wrhb0gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته