دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 167049
په پکتیا کې د امنیتی ځواکونو هوایی برید په ترڅ کې ۲۲ تنه غیری نظامیان خپل ژوند له لاسه ورکړ
د پکتیا زرمت ولسوالی ځینی اوسیدونکې وایی چی د امنیتی ځواکونو بمباریو په ترڅ کې، د یو کورنۍ یواځی لس تنه غړۍ وژل شوی دی.

دا اوسیدونکې چی نه غواړی ورڅخه یادونه وشی، سلام وطندار ته وایی چی تیره ورځ ددی کور بام د طالبانو سنګر باندی بدل شوی وو او امنیتی ځواکونه دا کور تر برید لاندی راوسته.
دوه ښځی، دوه کوچنسان او دوه زده کوونکې په وژل شویو کې دی. د لسو څخه ډیر نور غیری نظامیان د امنیتی ځواکونو او طالبانو نښتې په ترڅ کې وژل شوی او نن سهار د زرمت ولسوالی ددی اوسیدونکو د تدفین مراسم ترسره شو.
پکتیا سیمه ایز مسؤولین چوپتیا غوره کړی او په دی اړه څه نه وایی. حکیم وزیری د زرمت ولسوال سربیره پردی چی هیڅ آمار نه ښیی، خو قبلوی چی ددی نښتو په ترڅ کې غیری نظامیانو ته تلفات اوښتی.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdcc0mqso2bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته