دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 167068
د پاکستان په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۸ ته ورسېد، ۱۵۰ نور ټپیان دي
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ځانمرګي برید په ترڅ کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۸ ته رسېدلی دی.
د بلوچستان ایالت سرپرست وزیر اغا عمر بنګولزي تائید کړه چې د تیرې ورځې د ځانمرګي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۲۸ کسان وژل شوي.
نوموړی زیاته کړه، چې په دغه برید کې شاوخوا ۱۵۰ کسان ټپیان شوي دي او په وژل شوي دي.
پيښه پرون ماځیګر د بلوچستان په مستنګ سیمه کې رامنځته شوې ده او په وژل شویو کې د بلوچستان عوامي ملي ګوند نوماند نواب زاده سراج ریساني هم شامل دی.
د ښاغلي ریساني ورور حاجي لشکري ریساني تائید کړه، چې د نواب زاده سراج ریساني د برید په ترڅ کې ټپي شوی و او د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
د راپورونو له مخې، د اسلامي دولت نومې ډلې خراسان څانګه د برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
له دې وړاندې د پاکستان په خیر پښتونځوا په ایالت کې د سړک په غاړې د ځای پر ځای شوی ماین د چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd950fjyt09z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته