دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 167069
نواز شریف او لور یې پولیسو ونیول
پولیسو د پاکستان مخکنی صدراعظم نواز شریف او د هغه لور مریم نواز شریف نن د جمعې په ورځ د لاهور په ښار کې ونیول.
عیني شاهدانو ویلي دي چې یوې ډلې کسانو چې یونوفورم یې اغوستي و، ښاغلی نواز او لور یې د لاهور په هوایي ډګر کې د الوتکې نه تر ښکته کیدو وروسته ونیول.
د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند یو ویاند هم د هغوي نیول کیدل تائید کړي.
یو شمیر پاکستاني مطبوعاتو ویلي دي چې مخکنی صدراعظم او لور یې د لاهور د هوایي ډګر نه په یوې بلې الوتکې کې اسلام آباد ته یوړل شویدي. په مطبوعاتو کې دا هم ویل شوي چې د پاکستان د احتساب ملي ادارې غړي د مخکې نه ولاړ و او د نواز شریف او د هغه د لور انتظار یې ایسته.
رپورټونه زیاتوي امکان دی د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د هغه لور د اسلام اباد هوايي ډګر نه اډیاله او یا اټک قلا ته ولیږل شي.
په رپوټونو کې ویل شوي چې نواز شریف او لور یې مریم نواز شریف ښایي د اسلام آباد د هوایي ډګر نه اډیاله او د اټک قلا ته یوړل شي. د نواز شریف زوم صفدر هم د پېنډۍ په اډیاله زندان کې بندي دی.
په لاهور کې د نواز شریف هرکلي ته د هغه زرګونه پلویان راټول شوي و. د پاکستان یو خصوصي تلویزیون بیا ویلي دي چې نواز شریف او لور یې په یوې بلې الوتکې کې چې په هوایي ډګر کې ورته ولاړه وه، هغوي بلې سیمې ته انتقال کړیدي.
د پولیسو او نواز شریف د پلویانو تر منځ اخ او ډب هم شوی خو معلومه نده چې څومره کسان به ژوبل شوي وي.
د لاهور په ښار کې د موبایل ټیلیفون خدمتونه بند دي.
په پاکستان کې د مطبوعاتو د څار ادارې مطبوعاتو ته خبرداری ورکړی چې د سیاسي مشرانو هغه بیانیې به نه خپروي چې په پوځ او قضایه قوې پکې انتقاد شوی وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepf8zojh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته