دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۵
د مطلب کود : 167079
ټاکنو خپلواک کمیسیون: شمالی ولایتونو کې باید ټاکنو کمیسیون دفترونه پرانیستل شی
د جنبش اسلامي ګوند سلګونو پلویانو د افغانستان په څلورو شمالي ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دفترونه د اعتراض په توګه تړلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د چارواکو پر وینا، په جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د کمیسیون د دفترونو له تړلو وروسته اعتراض‌کوونکو تیره ورځ په بلخ ولایت کې هم د دغه کمیسیون دروازه وتړله او د کمیسیون مامورینو ته یې د کار کولو اجازه ورنکړه.
د دغه کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح‌الله سادات  په دی اړه وویل، چې د ټاکنو کمیسیون د دغې ستونزې په اړه امنیتي بنسټونو سره خپلې اندیښنې شریکې کړي او له هغوی څخه یې غوښتي چې ژر تر ژره د کمیسیون تړل شوي دفترونه بیرته پرانیځي.
ښاغلي سادات وویل "د کمیسیون رهبري له امنیتي بنسټونو سره او د حکومت له مشرتابه سره په تماس کې ده، څومره ژر چې کیږي باید په دغو ولایتونو کې زموږ د دفترونو دروازې پرانیستل شي او زمو همکارانو ته اجازه ورکړل شي، ترڅو دوی د دغې ملي پروسې د بریالیتوب لپاره کار ترسره کړي".
له شاوخوا دوه اونیو راهیسي، د جنبش ګوند پلویانو د افغانستان په یو شمیر شمالي ولایتونو کې اعتراضونه پیل کړي او د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د امنیه قوماندان نظام‌الدین قیصاري د خوشې کیدو او له ترکیې څخه افغانستان ته د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د بیرته راستنولو غوښتنه کوي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، دغه کمیسیون حکومتي نه بلکې خپلواک دی او اعتراض‌کوونکي باید له نورو لارو چارو څخه په استفادې، د خپلو غوښتنو د عملي کولو لپاره پر حکومت فشار راولي.
د افغانستان په شمال کې د وضعیت د سمولو لپاره د افغان حکومت او جنرال دوستم ترمنځ خبرې روانې دي.
تیره اونۍ د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردغان د لوړې په مراسمو کې د ګډون پر مهال په انقره کې د جنرال عبدالرشید دوستم سره هم کتلي وو.
که څه هم دواړه خواوې تر اوسه وروستۍ پریکړې ته نه دي رسیدلي، خو جمهوري ریاست وايي، چې حکومت د اعتراض کوونکو د قانوني غوښتنو منلو ته چمتو دی او له معترضینو څخه یې غوښتي، چې له تاوتریخوالي څخه ډډه وکړي.
https://avapress.com/vdcfeedy1w6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته