کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې ګڼ شمیر قاچاق کوونکې نیول شوي

23 سرطان 1397 ساعت 13:39

د کابل پولیسو نېږدې سل تنه د نشه يي موادو قاچاق کوونکي او خرڅوونکي نیولي دي.



د کابل امنیه قوماندان داود امین وایی چې د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه میاشت کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د نشه يي موادو ۹۹ قاچاق کوونکي او خرڅوونکي نیولي او بيا يې عدلي او قضايي ادارو ته سپارلي دي.
له دې کسانو سره څه د پاسه یو کیلو ګرام هیروئین، ۳۶۱ ګرامه شیشه یا کرسټال، څه د پاسه ۲۹ کیلو ګرامه تاریاک، ۶۱ کیلو ګرامه چرس، ۳۴ ټابلېټ کا ګولۍ او ۳۰۳۰ ليټره الکولي مشروبات نیول شوي دي.
یادونې وړ دي چې په دې موده کې د کابل ښار له ۷ ناحیو څخه ۳۱۰ تنه معتادین را ټول او د درملنې مرکزونو ته وړل شوي دي.


د مطلب کود: 167080

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167080/په-کابل-کې-ګڼ-شمیر-قاچاق-کوونکې-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com