دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 167080
په کابل کې ګڼ شمیر قاچاق کوونکې نیول شوي
د کابل پولیسو نېږدې سل تنه د نشه يي موادو قاچاق کوونکي او خرڅوونکي نیولي دي.

د کابل امنیه قوماندان داود امین وایی چې د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه میاشت کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د نشه يي موادو ۹۹ قاچاق کوونکي او خرڅوونکي نیولي او بيا يې عدلي او قضايي ادارو ته سپارلي دي.
له دې کسانو سره څه د پاسه یو کیلو ګرام هیروئین، ۳۶۱ ګرامه شیشه یا کرسټال، څه د پاسه ۲۹ کیلو ګرامه تاریاک، ۶۱ کیلو ګرامه چرس، ۳۴ ټابلېټ کا ګولۍ او ۳۰۳۰ ليټره الکولي مشروبات نیول شوي دي.
یادونې وړ دي چې په دې موده کې د کابل ښار له ۷ ناحیو څخه ۳۱۰ تنه معتادین را ټول او د درملنې مرکزونو ته وړل شوي دي.
https://avapress.com/vdch6qnzv23n-vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته