دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 167084
طالبان په جوزجان کې د داعش خارجی غړو دری ښځی د ډله ایز جنسی تیري وروسته ووژله
د افغانستان په شمال کې امنیتی سرچینی وایی چی د داعش دری تنه ښځینه غړۍ د چچن او ازبکستان هیوادونو تبعه وو د جوزجان درزاب ولسوالی کې پر هغوی باندی ډله ایز جنسی تیری وروسته د طالبانو له لوری وژل شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د شاهین ۲۰۹ قول اردو وایی چی د درزاب په ولسوالی کې د داعش او طالبانو ترمنځ د نښتو په دریم ورځ د داعش ۱۲ تنه غړۍ وژل شوی او ۳۳ تنه نور یی ټپیان شوی دی.
په همدی حال کې، د شاهین ۲۰۹ قول اردو خبرپاڼه وایی چی ددی نښتو په جریان کې د داعش دری تنه چچنی او ازبکستانې ښځینه غړۍ د طالبانو له لوری نیول شوی او د ډله ایز جنسی تیری وروسته وژل شوی دی.
همدارنګه په دی نښته کې د طالبانو دری تنه غړۍ هم وژل شوی او ۸ تنه نور ټپیان شوی دی.
ویلو وړ دی چی تراوسه ددواړو لورو ترمنځ نښتو په ترڅ کې نږدی ۱۲۰ تنه وژل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcbwzb8arhb0gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته