کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزنی په قیاق دره کې د ۷ پولیسو او ۱۱ تنه طالبانو وژل کیدنه

23 سرطان 1397 ساعت 14:22

غزنی سیمه ایز چارواکې وایی چی د جغتو په ولسوالی کې د طالبانو او پولیسو تازه نښتو کې ۷ پولیس او د طالبانو ۷ غړۍ وژل شوی دی.



د آوا په ګزارش سره، نصیر احمد فقیری؛ د غزنی ولایت شورا یو غړۍ نن شنبه(سرطان ۲۳) د آوا خبرنګار سره په خبرو کې وویل: د طالبانو تیری شپی بریدونو په ترڅ کې چی د جغتو ولسوالی قیاق دره کې ترسره شوي، ۷ تنه پولیس سرتیری وژل شوی او ۴ نور ټپیان شوی دی.
فقیری زیاته کړه چی په دی نښتو کې طالبانو ته هم تلفات اوښتی دی.
هغه همدارنګه د طالبانو له لوری دوه تخلیه شویو پوستو ته اوراچونه هم تایید کړی دی.
په همدی حال کې، فرید مشعل؛ د غزنی پولیسو قومانده د خبرنګارانو سره په مصاحبه کی د جغتو قیاق دره کې د ۳ تنه سرتیرو وژل کیدنه او ۲ تنه نورو ټپی کیدنه تایید کړی دی.
له بل لوری، طالبانو سیمه ایز سرچینی په غزنی کې ادعا کړي چی دوه امنیتی پوستې په دره کې تر تصرف لاندی کړي.
د طالبانو بریدونه په آخیرو کې د غزنی مرکز او ولسوالیو باندی ډیر شوی دی.


د مطلب کود: 167086

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167086/د-غزنی-په-قیاق-دره-کې-۷-پولیسو-او-۱۱-تنه-طالبانو-وژل-کیدنه

آوا
  https://www.avapress.com