کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه کې د وسله والو په برید کې ۱۷ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 سرطان 1397 ساعت 15:07

د فرا ولایتي شورا مرستیال دادالله قانع ویلي، چې وسلوالو تېره شپه د بالابلوک ولسوالۍ په دهزک سیمه کې پر یوه پوسته برید کړی؛ پوسته نیول شوې او ۱۷ سرتېري په کې وژل شوي دي.



د فراه والي ویاند ناصر مهري  برید تائیدوي او وایي، په دغه برید کې ۱۱ سرتېري وژل شوي او اووه نور سرتېري ټپيان دي.
هغه زیاتوي، په دغه برید کې ۹ وسلوال هم وژل شوي دي.
دغه راز د یو بل خبر له مخې؛ په فراه ولایت کې د هوایي انتقالاتو قومندان هم وژل شوی دی.
د فراه والي ویاند ناصر مهري وایي، د هوایي انتقالاتو قومندان عبدالعلي په فراه ښار کې د دوه موټرسایکل سپرو له خوا پر ډزو وژل شوی دی.
تراوسه د دغه برید مسوولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.


د مطلب کود: 167091

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167091/په-فراه-کې-د-وسله-والو-برید-۱۷-سرتېرو-ژوند-له-لاسه-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com