د غزني ولایت امنیه قوماندان فرید احمد مشعل له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل چې د داعش ډلې د جلب او جذب مسئول ملا ادریس مشهور په ابوذر تېره ورځ د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.
ښاغلي مشعل زیاته کړه، چې نیول شوی کس په خپل جرم اعتراف کړی او امنیتي ځواکونو ته ویلي چې په ځینو ولایتونو کې یې د داعش ډلې لپاره د جلب او جذب دنده ترسره کوله.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې ښاغلي مشعل وایي په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د هوایي او ځمیکنو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۹ وسله وال وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
نوموړی زیاته کړه، چې په وژل شویو کې د طالبانو مشهور قوماندان نواب احمد حقاني هم شامل دی او د طالبانو یو بل جګپوړي قوماندان ملا حمزه د عملیاتو په ترڅ کې ټپي شوی دی.