دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۴
د مطلب کود : 167111
په کابل کې سیاسی ګوندونو او جریانونو ناسته
د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو په تړاو نن په پلازمېنه کابل کې د سیاسي اجزابو او جریانونو د مشرانو ګډ غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني، د جنبش اسلامي ګوند په استازیتوب باتور دوستم، د وحدت اسلامي مشر محمد محقق، او د محاذ ملي مشر سید حامد ګیلاني برخه اخیستې وه.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په استازیتوب ضرار احمد مقبل او د حراست او ثبات د رهبري شورا غړي یونس قانوني هم په دغه غونډه کې ګډون کړي و.
د غونډې ګډونوالو له حکومت او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه وغوښت چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسه باطله اعلان کړي.
دوی همداشان وویل چې حکومت او ټاکنو کمېسیون دې په تاکنیز نظام کې بدلون رامنځته کړي، د رای ورکوونکو په بیا ځلي پروسه کې له بایومټریک تکنالوژۍ څخه کار واخلي او په ټاکنو کې سیاسي احزابو ته ځانګړې ونډې ورکړي.
د دغو سیاسي ګوندونو او جریانونو مشران وایي حکومت او د ټاکنو کمېسیون دې تر یوې اوونی د دوی غوښتنو ته مثبت ورکړي او خبرداری ورکوي چې د غوښتنو د منلو په صورت کې به د ټاکنو د ترسره کېدو مخه ونیسي.
 
https://avapress.com/vdccsmqss2bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته