دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۵
د مطلب کود : 167113
سږ کال به ۳۰ زره افغانان حج ته ولاړ شی
سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد د بهیر په پیلېدو سره، د افغانستان د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، سږ کال به له افغانستانه ۳۰ زره کسان د حج د ادا کولو په هدف، سعودي عربستان ته لاړ شي.


د دغه وزارت د حج رئیس فیض محمد مختار د شنبې په دی اړه وایی  چې په لومړیو درېیو پروازونو کې تر دې مهاله ۹۰۰ تنه سعودي ته رسېدلي دي.

دی وایي:
"سږ کال به ۳۰ زره کسان د حج د ادا کولو په هدف، سعودي عربستان ته لاړ شي، زموږ درې پروازونه د سعودي په لور تللي دي او نور هم په نوبت سره ځي او تر يوې میاشتې پورې به دغه لړۍ روانه وي، درېيو لومړیو پروازونو کې دوه یې له کابل او يو یې له هراته و چې په ټوله کې تردې مهاله، ۹۰۰ تنه سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي."
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې سعودي عربستان ته د حج د فریضې د ادا کوونکو په لېږد رالېږد کې، زیاتې ستونزې موجودې وې.
د ټرانسپورت او خوړو نشتوالی او د اوسېدو لپاره د مناسب ځای نه موجودیت هغه ستونزې دي چې په تېرو کلونو کې ترې افغان حاجیانو شکایت درلود.
خو د دغه وزارت د حج رئیس فیض محمد مختار ډاډ ورکوي او وايي، هغه ستونزې چې په تېرو کلونو کې موجودې وې، اوسمهال ټولې هوارې شوې دي.
نوموړی وايي، د حج او اوقافو وزارت تر خپلې وسې هڅه کړې چې هر څه په منظمه توګه پرمخ لاړ شي او افغان حاجیان د حج د فریضې د ادا کولو پرمهال، له کومې ستونزې سره مخ نشي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې د دیني او فرهنګي چارو د کمېسيون غړې صیفوره نیازۍ هم وايي چې د نورو کلونو په پرتله، د حج د فرضیې د ادا کولو پرمهال د افغان حاجیانو لپاره اسانتیاوې ډېرې شوې دي.
اغلې نیازۍ وايي، د معمول سره سم د حج او اوقافو وزارت چارواکي هر کال د ښه ترتییب او تنظیم خبره کوي، خو کله چې حاجیان بېرته هېواد ته راستانه شي، نو هر څه برعکس ثابت شي.
https://avapress.com/vdcezf8zxjh8pzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته