دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۹
د مطلب کود : 167133
شاهین قول اردو: طالبانو د داعش درې ښځينه غړي تر جنسي تېري وروسته وژلي
د افغانستان په شمال کې د افغان پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي وسله والو طالبانو د داعش درې ښځینه غړي تر جنسي تېري وروسته وژلي دي.
شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي چې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالی کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې ۱۲ داعش وسله وال وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د نښتې په ترڅ کې د داعش درې ښځینه غړي د وسله والو طالبانو له خوا نیول شوی و چې تر جنسي تېري وروسته وژل شوي.
شاهنی قول اردو د ځایي سرچېنو په حواله ویلي چې د داعشیانو وژل شوي ښځینه غړي د ازبکستان او چچن وګړي وو.
په همدې حال کې شاهین قول اردو وایي د نښتې په ترڅ کې د طالبانو ۳ وسله وال هم وژل شوی او ۸ نور ټپيان دي.
د وسله والو طالبانو او داعشیانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جوزجان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د جوزجان په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwu9qwak93q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته