د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي چې د بټي کوټ ولسوالۍ په ګړباوې سیمه کې نا څرګندو وسله والو تېره شپه د کپتان بابا په نوم یو منځنی ښوونځی چې شاوخوا اته سوو زده کوونکو په کې زده کړې کولې، په بشپړ ډول سوزولی دی.
د هلکانو په یاد منځني ښوونځي کې تدریسي او اداري کتابونه او اسناد هم سوزول شوي دي.
افغانستان کې د ښوونځيو، پوهتونونو او نورو عامه ځایونو ورانول کومه نوې خبره نه ده او هره ورځ ترې د ورته پيښو رپوټونه خپریږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)