دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 167144
غزني کې د ولایتي شورا پخواني غړی او د هغه قاتل ووژل شول
په غزني ولایت کې د ولایتي شخورا پخواني غړی سید عبید الله سادات او د هغه قاتل وژل شوي.
په غزني ولایت کې امنیتي سرچینې وایي پیښه پرون ماښام ناوخته د غزني ولایت په مرکز غزني ښار کې رامنځته شوې ده.
د غزني امنیه قومانداني په یوه بیان کې ویلي چې ”په خواشینۍ سره یو تن تروریست نن ماشام په غزني شار کې قومي مشر دغزني ولایتي شورا پخوانی غړی او دپکتیکا پخوانی شاروال سید عبید الله سادات په شهادت ورسول چې وروسته خپله تروریست هم هغه مهال د پولیسو له لوري له منځه ولاړ چې غوښتل یې له سیمي وتښتې دپولیسو څیړني رواني دې ترڅو روښانه شې چې دا تروریست څوک او ولي یې سیدعبیدالله په شهادت رسولی. “
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولتی په غاړه نه دی اخیستی.
غزني د افغانستان په جنوب ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت ډیر خراب شوی دی.
د غزني ولایت په شمېر لرو پرتو سیمو کې د وسله والو طالبانو ترڅنګ د اسلامي دولت نومې ډلې پلویان هم په فعاله توګه په ترهګریزو کړنو بوخت دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5yaz5t1aqz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته