دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 167145
په هېواد کې ۱۵۶ وسله وال مخالفین وژل شوي
د افغانستان ملي دفاع وزارت سرګندوی، د افغان امنیتی ځواکونو د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۲۱۵ وسله والو مخالفینو ټه مرګ ژوبله اوښتې.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، ملي دفاع وزارت نن ورځ نه خبر شوی په خبرپاڼه کې ویلي، چې وسله والو مخالفینو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.
سرچینو زیاتیوی، افغان امنیتي او دفاعي ځواکواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۲ بریدیز، چاڼیز، کمانډويي او ۸ هوايي عملیات تر سره کړي دي.
دوی وایی، چې دغه عملیات په میدان وردګ، غزني، زابل، کندهار، هلمند، اروزګان، فراه، بادغیس، هرات، فاریاب، بلخ، تخار، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې تر سره کړي دي.
سرچینو ویلي، په دغه بریدونو کې ۱۵۶ وسله وال مخالفین وژل شوي، ۵۹ تنه ټپیان او ۵۵ شکمن کسان نیول شوي دي.
خو تر اوسه د دولت وسله والو مخالفان  په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcjxaeviuqemvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته