دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 167147
په لوګر کې ښوونځي د امنیتی ګواښونو له امله رخصت کړل شو
لوګر پوهنی ریاست چارواکو په وینا په دی ولایت کې وسله والو له لوری ښوونځیو سوځولو او زده کوونکو ته شته ګواښونو له امله د یکشنبه څخه په ټول ولسوالیو کې ښوونځی تر نامعلوم وخت پوری رخصت اعلان شوی دی.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب په دی اړه وویل چې دوی د دې ستونزې د حل‎لپاره نن په مرکز کې د دیني عالمانو، قومي مخورو او د زده‎کوونکو د والدینو یوه غونډه رابللې ده.
شاپور عرب وویل چې په لوګر کې د هرې ورځې په تېریدو د ښوونځيو پر وړاندې امنیتي ستونزې په ډېرېدو دي، ځینې ښوونځي سوځول شوي او یو شمېر مدیران، سرښوونکي او ښوونکي يې وهل شوي او ډبول شوي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند وویل چې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او د زده‎کوونکو والدینو سره خبرې پیل شوي او دوی تمه لري چې د دوی ښوونځي به ډېر ژر د پخوا په شان فعال او د زده کوونکو لپاره به د زده کړو بېرته پیل شي.
که څه هم طالب ویاند ذبیح‎الله مجاهد په بیا-بیا رسنیو ته ویلي چې دوی د ښوونځیو سره کار نه‎لري، خو شاپور عرب وايي چې دوی ته ستونزه سیمه‎ییزو طالبانو جوړه کړې ده.
د لوګرد ولایتي شورا، مدني فعالانو او نورو مشرانو پخوا ویلي چې وسله‎والو طالبانو له هغه وخته د ښوونځيو د ستونزو جوړول پیل کړل چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د افغان ځانګړو ځواکونو له‎خوا وسله‎والو طالبانو ته ځاني او مالي زیانونه واوښتل.
لوګر په سویل کې کابل ته نېږدې ولایت دی چې یو شمېر ولسوالیو او سیمو کې امنیتي ستونزې نسبتاً ډېرې دي.
 
https://avapress.com/vdcbazb8zrhb08p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته