دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 167151
هلمند ولایت کی چاودنه شوی
ویل کیږی، د هلمند په ولایت کې تیره ورځ غرمه مهال موتړ بم چاودنه شوی ده.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د هلمند د امنیه قوماندانی د امنیت آمر، ګلي خان  په دی اړه رسنیو ته ویلی، چې ځانمرګي بریدګر له چادېدونکو توکو ډک موټر ته د افغان امنیتی ځواکونو پوستې ته نېږدې د لښکرګاه ښار ۱۰مه حوزه کې چاودنه ورکړې ده.
دوی وایی، په دغه پېښه کې یوه پولیس ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپيان دي.
 سرچینی زیاتوی، د پيښي ټول قربانیان د پولیسو سرتیري دي چې په یاده امنیتي پوسته کې د امنیت پر ټینګښت بوخت وه.
ځانمرګي کس چې په یو باروړونکي مازدا موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وه، د پولیسو پر پوستې برید کړی.
د هلمند د امنیه قوماندانی د امنیت آمر، ګلي خان  وایی، دا زموږ د لسمې امنیتي حوزې وروستۍ پوسته ده چې د ځانګړي قطعي سرتیري او ملي پولیس دلته د عملیاتو په موخه اوسیدل او په پيښه کې یو پولیس وژل شوی دی او۱۱ تنه ټپیان شوي دي.
https://avapress.com/vdcgnu9qqak93q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته