دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 167156
غنی: دوستم بیرته راتګ احتمال ډیر دی؛ محکمه تصمیم نیسی
ولسمشر غنی، نن یکشنبه د سرطان په ۲۴ نیټه په یو خبری ناسته کې په کابل کې وویل چی د جنرال دوستم بیرته راتګ احتمال و هیواد ته ډیر دی؛ خو هغه ټینګار وکړ چی دا قضیه حقوقی دی چی محکمه باید په اړه یی تصمیم ونیسی.
 
 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، جنرال دوستم د احمد ایشچی جنسی آزار باندی تورن دی او ډیر وخت راهیسی هغه په ترکیه کې یو ډول تبعید کې شپی او ورځی سبا کوی او ویل کیږی چی دولت هغه هیواد بیرته راتګ اجازه نه ورکوی.
 
سرور دانش؛ د اشرف غنی دوهم معاون ترکیه تللی وو او د ښاغلی غنی لومړۍ معاون د لیدنو وروسته اعلان شو چی هغوی د هغه د بیرته راتګ لپاره افغانستان ته په توافق رسیدلی.
په ارګ کې ځینی سرچینی خبر ورکړی وو چی ښاغلی دوستم، د توافق په اساس، سبا دوشنه هیواد ته بیرته راګرځی؛ خو دا خبر د ښاغلی دوستم دفتر له لوری رد او اعلان شو چی تراوسه دواړه لوری په دی برخه کې کوم نتیجه ته نه دی رسیدلي.
د ښاغلی دوستم بیرته ګرځیدنه د نظام الدین قیصاری ازادولو ترڅنګ د شمال معترضانو اصلی شرایطو څخه حسابیږی او داسی په نظر رسیږی چی دولت د لاریون کوونکو او معترضینو تر فشار لاندی، د هغه سره سازش لاری پیدا کولو په هڅه کې دی؛ که څه هم ویل کیږی چی د دولت شرط په دی برخه کې، د جنرال دوستم نه حضور خپل دندی پرسر او د نظام الدین قیصاری هر ډول جنګی او نظامی فعالیتونو پریښودنه ده؛ هغه شرایط او شرطونه چی شاید د شمال لاریون کوونکو له لوری قبول نه شی.
 
 
 
 
 
https://avapress.com/vdcbszb80rhb08p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته