کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزني کې ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 سرطان 1397 ساعت 16:23

د تېرو څلورویشتو ساعتونو په اوږدو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې ۱۱۹ ترهګر وژل شوي، ۷۸ ټپیان او ۵ نور ژوندي نیول شوي دي.


له یادې ډلې ۶۸ ترهګر د غزني په مرکز، اجرستان، مقر، خواجه عمریو او اندړو ولسوالیو، ۱۵ ترهګر د فراه په بالابلوک ولسوالۍ، ۱۰ ترهګر د میدان وردګو په چک ولسوالۍ، ۸ ترهګر د ارزګان په مرکز، دهراوود او چارچینو ولسوالیو، ۶ ترهګر د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ، ۵ ترهګر د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ، ۵ ترهګر د هرات په شینډنډ ولسوالۍ او ۲ ترهګر د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند، برید جنرال محمد رادمنش، چې د یکشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوه خبري کنفرانس ته وینا کوله، زیاته کړه: " د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په یو شمېر ولایتونو کې ۱۶ هوایي بریدونه، ۹ چاڼیز او ۹۹ تهاجمي عملیات تر سره شوي دي".
په همدې حال کې د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم لخوا ۶۳ کړۍ ماینونه چې د ترهګرو لخوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند، ننګرهار، کاپیسا، غزني، ارزګان، زابل، فاریاب، کندز او هلمند ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو علمیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چې یاد عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي
 


د مطلب کود: 167163

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167163/غزني-کې-ترهګرو-ته-درنه-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com