کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تازه: کابل کې د کلیو، پراختیا او بیارغونې وزارت ته څېرمه چاودنه شوې

24 سرطان 1397 ساعت 17:08

شیبې وړاندې د کابل ښار په لویدیځ کې د یوې درنې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.


د راپورونو له مخې، پیښه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د کلیو، پراختیا او بیارغونې وزارت ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د کابل د امنیې قوماندانی ویاند حشت الله ستانکزي تائید کړه چې پيښه د کلیو، پراختیا او بیارغونې وزارت ته څېرمه چاودنه شوې ده خو د چاودنې نوعیت په اړه معلومات په لاس کې نشته.
د کلیو، پراختیا او بیارغونې وزارت ویاند فریدون اژند تائید کړه چې پیښه د وزارت دروازې ته څېرمه رامنځته شوې ده خو د چاودنې نوعیت او تلفاتو په اړه معلومات په لاس کې نشته.
د چاودنې نوعیت او تلفاتو په اړه کره معلومات په لاس کې نشته.


د مطلب کود: 167167

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167167/تازه-کابل-کې-د-کلیو-پراختیا-او-بیارغونې-وزارت-ته-څېرمه-چاودنه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com