کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزني کې احتمالي کانديد عبیدالله سعادت وژل شوى

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 سرطان 1397 ساعت 18:31

د غزني ولایت چارواکي وايي، د ولایتي شورا پخوانى غړى او د ولسي جرګې انتخاباتو ته احتمالي کانديد عبیدالله سعادت وژل شوى دى.


د غزني د امنیې قوماندانۍ نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې نامعلومو وسله والو عبيدالله سعادت تېره شپه په غزني ښار کې د بې غږه وسلې په مرسته وژلى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي چې حمله کوونکى د پوليسو په ځوابي ډزو کې وژل شوى دى.
د حمله کوونکي د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي دي.


د مطلب کود: 167180

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167180/غزني-کې-احتمالي-کانديد-عبیدالله-سعادت-وژل-شوى

آوا
  https://www.avapress.com