دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۳
د مطلب کود : 167186
د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې پاکستانې ملیشه ګانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته
د خوست ولايتي چارواکي وايي چې ددغه ولايت په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د پاکستانۍ مليشو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه کې شاوخوا ۱۱ کسه وژل شوي دي.

د خوست د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول، عبدالبصير بينا، په اړه ویلي چې دغه جګړه د ځاځي ميدان ولسوالۍ د مندتې سيمې پريوه امنيتي پوسته تر بريد وروسته پيل شوه. ښاغلی بینا وویل چې پاکستاني مليشو چې ملکي جامې یې اغوستې وې، برید پیل کړ.‌ نوموړي ونه ویل چې پاکستاني ملیشو ولې برید وکړ.‌
د خوست د والي وياند طالب منګل وويل چې په جنګ کې ولسي خلک هم پراخ ګډون کړی و او دواړه غاړې پر يو او بل درنې وسلې وکارولې چې له کبله يې تر اوسه ۷ وسله وال بريد کوونکي او ۳ ولسي خلک وژل شوي دي.
سیمیزو چارواکو دغه راز د یوه افغان سرحدي سرتیري د وژل کیدو خبره تایید کړې ده.‌
پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې پیښې په اړه څه ندي‌ ویلي.
 
https://avapress.com/vdcevf8zpjh8pzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته