کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مشرانو جرګه په ننګرهار کې داعش ډلې فعالیتونو په وړاندی اندیښنه ښودلي

24 سرطان 1397 ساعت 19:19

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د نا امنۍ وروستۍ پېښې د مشرانو جرګې له تُند غبرګون سره مخ شوې.



د دغې جرګې غړیو د یکشنبې د ورځې په عمومي ناسته کې مرکزي حکومت تورن کړ چې د داعش ډلې په ځپلو کې پاتې راغلی دی.
د سناتورانو تر څرګندونو وروسته د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار وویل چې حکومت باید د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره لاس په کار شي.
نوموړي زیاته کړه:
"د ننګرهار وضیعت د هېواد د نورو سیمو د حالت ترڅنګ دردونکی دی او تېره اوونۍ ډېرې بدې پېښې پکي وشوې، درې څلور پیښې په پرلپسې ډول پر معارف باندې وشوې او تکړه ښوونکي پکي ووژل شول، د معارف کور له دغو حملو بچ پاتې نشو له سیمه ییز او مرکزي حکومت نه مو غوښتنه داده چې د خلکو د ژوند او امنیت ساتلو لپاره کوټلي ګامونه واخلي او له غفلت نه ووځي."
دا په داسې حال کې ده چې همدا تېره چهارشنبه د جلال اباد ښار د پوهنې پر ښاري مدیریت برید شو چې پکې څه باندې ۱۰ کسان ووژل شول.
له دې یوه ورځ مخکې هم په ننګرهار کې په یوه انتحاري برید کې چې مسؤلیت یې داعش ډلې په غاړه واخیست، ۱۲ کسان ووژل شول چې څو تنه یې ماشومان وو.
کونړ، ارزګان، نورستان، جوزجان، سرپل او فاریاب نور هغه ولایتونه دي چې د داعش د موجودیت او فعالیتونو خبره په کې کېږي، خو د مشرانو جرګې د غړو په خبره، ننګرهار چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، د داعشیانو شتون او فعالیتونه په کې تر نورو ولایتونو ډېر دي.
تردې دې مخکې د ولسي جرګې غړو هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نا امنیو له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.
 


د مطلب کود: 167188

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167188/مشرانو-جرګه-په-ننګرهار-کې-داعش-ډلې-فعالیتونو-وړاندی-اندیښنه-ښودلي

آوا
  https://www.avapress.com