دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۷
د مطلب کود : 167225
کابل کې جنرال دوستم پلویانو غونډي ته نږدی چاودنه شوي
په پلازمېنه کابل کې امنیتي چارواکي وایي د کابل ښار په شهر نور سیمه کې د چاودنې له امله یوازې ځانمرګي بریدګر وژل شوی.

امنیتي چارواکي وایي یوه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل د کابل په شهر نو پارک کې پر لاریون کوونکو برید وکړې، د برید له ترسره کولو مخکې د امنیتي ځواکونو ووژل شو.
د کابل امنیې قوماندانی ویاند نجیب ستانکزي تائید کړه چې د چاودنې په ترڅ کې هیچا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او یوازې ځانمرګي بریدګر وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل په لویدیځ کې د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت ته څېرمه د ورته برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ کسان ووژل شول.
 
https://avapress.com/vdciryazwt1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته