کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې جنرال دوستم پلویانو غونډي ته نږدی چاودنه شوي

25 سرطان 1397 ساعت 13:07

په پلازمېنه کابل کې امنیتي چارواکي وایي د کابل ښار په شهر نور سیمه کې د چاودنې له امله یوازې ځانمرګي بریدګر وژل شوی.



امنیتي چارواکي وایي یوه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل د کابل په شهر نو پارک کې پر لاریون کوونکو برید وکړې، د برید له ترسره کولو مخکې د امنیتي ځواکونو ووژل شو.
د کابل امنیې قوماندانی ویاند نجیب ستانکزي تائید کړه چې د چاودنې په ترڅ کې هیچا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او یوازې ځانمرګي بریدګر وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل په لویدیځ کې د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت ته څېرمه د ورته برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ کسان ووژل شول.
 


د مطلب کود: 167225

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167225/کابل-کې-جنرال-دوستم-پلویانو-غونډي-ته-نږدی-چاودنه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com