دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 167226
کابل ننۍ چاودنې په وړاندی ملی جنبش ګوند غبرګون
د افغانستان د جنبش ملي ګوند په پلازمېنه کابل ښار کې د یاد ګوند د پلویانو غونډې ته څېرمه د ځانمرګي برید په اړه غبرګون وښود.

د ولسمشر لومړی مرستیال د دفتر رئیس او د جنبش ملي ګوند غړی عنایت الله بابر فرهمند دغه برید د مشخصو کړیو توطئه بولي او خبرداری ورکوي چې دغه کړنه به د عدالت لپاره د ولس اراده لا پیاوړې کړي.
امنیتي چارواکي وایي یوه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې د کابل په شهر نو پارک کې پر لاریون کوونکو برید وکړي، د برید له ترسره کولو مخکې د امنیتي ځواکونو ووژل شو.
د کابل امنیې قوماندانی ویاند نجیب ستانکزي تائید کړه چې د چاودنې په ترڅ کې هیچا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او یوازې ځانمرګي بریدګر وژل شوی دی.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې د جنبش ملي ګوند لسګونو پلویانو نن په پلازمېنه کابل کې د جنرال دوستم د راستنېدو په ملاتړ په جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی و.
 
https://avapress.com/vdcj8aevmuqem8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته